زابل کې له جمالزاده ښوونیز مرکز سره د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه
زابل کې له جمالزاده ښوونیز مرکز سره د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ او د جمالزاده ښونیز مرکز ترمنځ د همکارۍ د یوه هوکړه لیک له مخې خبریالانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د ښوونیزو خدمتونو په برخه کې د ۵۰ سلنې تخفیف زمینه برابره شوه.
یاد هوکړه لیک د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ په استازیتوب په زابل کې د یاد بنسټ د ولایتي استازي هدایت الله نیکزاد او د جمالزاده ښونیز مرکز مشر شرافالدین جمالزاده ترمنځ د یو شمېر خبریالانو په حضور کې لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې دواړه لوري به د علمي، فرهنګي او روزنیزو پروګرامونو، رسنیز انعکاس او د زده کړو د ودې په برخو کې ګډې همکارۍ ترسره کوي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ تل هڅه کوي چې په ټول هیواد کې خبریالانو او د رسنیو کارکونکو ته لازمې اسانتیاوې او فرصتونه برابر کړي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0