د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين د لغمان ولایت خبريالانو او رسنوالو ستونزې او غوښتنې واورېدې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين د لغمان ولایت خبريالانو او رسنوالو ستونزې او غوښتنې واورېدې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي او د ټوليزو رسنيو د څار رئيس مولوي صفي الله رائد لغمان ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولايت له خبريالانو او رسنوالو سره وکتل او د هغوی ستونزې،غوښتنې او وړانديزونه يې واورېدل.
په ناسته کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول عتيق الله قريشي د لغمان خبريالانو او رسنوالو ستونزې او وړانديزونه شريک کړل. هغه وويل چې په لغمان کې د رسنيو وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوی، خو لا هم اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو د مسلکي ظرفيت لوړونې، د رسنيو د فريکونسۍ، برېښنايي لګښتونو او مالياتي تعرفو په برخو کې د لا ډېرو اسانتياوو رامنځته کولو ته اړتيا شته.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي د خبريالانو او رسنوالو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د رسنيو د برېښنايي بلونو د کمولو، د فريکونسۍ اړوند ستونزو د حل او د مالياتو د راټيټولو په موخه يې په بېلابېلو ناستو کې بحثونه کړي او په دې اړه يې د مشرتابه عالي مقام ته هم رسمي مکتوب لېږلی دی.
نوموړي همداراز اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتياوو پر رامنځته کولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د خبريالانو او رسنيو هر اړخيز ملاتړ ته ژمن دی.
مولوي مهاجر فراهي د خپلو خبرو په دوام وويل چې د خبريالانو د مالي ملاتړ په موخه يې د يوه ملاتړي صندوق د جوړولو په اړه هم په ناستو کې بحثونه کړي او هڅې روانې دي چې دغه صندوق ډیر ژر جوړ شي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0