زابل کې د خبریالانو او مسؤلینو د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
زابل کې د خبریالانو او مسؤلینو د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ له لوري د زابل اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ جوړه شوې وه. په ناسته کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ سیمه ایز استازي هدایت الله نیکزاد، د زابل د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمد مختار، د اطلاعاتو آمر مولوي حکمت الله محسن، یو شمیر خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ګډون کړی و.
د ناستې موخه د خبریالانو او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کول، د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو شریکول او د خبریالانو او اړوندو ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا وه. ګډونوالو د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو، د معلوماتو پر وخت شریکولو، د خبریالانو د کاري ستونزو او د رسنیزو چارو د لا ښه تنظیم په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ ولایتي مسؤل هدایت الله نیکزاد وویل هڅه کوي چې د خبریالانو او مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ لړۍ لا پیاوړي کړي او د هغوی د کاري ستونزو د حل لپاره له اړوندو ادارو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
له دې سره د زابل د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمد مختار د خبریالانو او رسنیو د فعالیتونو د ملاتړ او له رسنیو سره د لا ښې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ. مولوي احمد مختار ټینګار وکړ چې د خبریالانو، رسنیو او اړوندو ادارو ترمنځ دوامداره همغږي کولای شي د زابل په کچه د رسنیزو فعالیتونو د لا پراختیا او اغیزمنتیا زمینه برابره کړي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0