په زابل کې له یوشمیر رسنیوڅخه د (AJMSO) لیدنه
په زابل کې له یوشمیر رسنیوڅخه د (AJMSO) لیدنه
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسؤل هدایت الله نیکزاد په زابل ولایت کې له یوشمیرخصوصي راډیوګانو لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې پر مهال نوموړي د رسنیزو فعالیتونو، شته امکاناتو او کاري بهیر په اړه د رسنیو له مسوولینو سره خبري او بحث وکړ.
نیکزاد د رسنیو فعالیتونه د عامه پوهاوي او د ولس د ږغ رسولو لپاره مهم وبلل او د خبریالانو د ملاتړ، همکارۍ او ستونزو د حل په برخه کې یې د لازمو هڅو ډاډ ورکړ.
د راډیوګانو مسؤلینو هم د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ له دې لیدني هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول ناستي او لیدني به د رسنیو د پیاوړتیا او د خبریالانو د ملاتړ په برخه کې مثبتي پایلي ولري.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړبنسټ په ټول هیواد کې د رسنیو د کاري بهیر او دغه را اطلاعاتو ته د لاسرسي د څرنګوالي د جاج اخیستو په خاطر له رسنیو سره له نږدې لیدنې کتنې کوي او د هغوی ستونزې څیړي او د حل لپاره یې هڅه کوي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0