د کونړ د اطلاعاتو او کلتور له نوي رئیس سره د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په اړه غونډه وشوه

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور له نوي رئیس سره د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په اړه غونډه وشوه

سپټتمبر 29, 2026 - 09:55
اکتوبر 10, 2026 - 11:04
 0  5
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور له نوي رئیس سره د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په اړه غونډه وشوه

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د کونړ ولایتي مسوول عبدالقدوس شمس د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له نوي رئیس سمیع‌الحق حق‌ بیان سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د نوي رئیس د پېژندنې او هغه ته د دندې د مبارکۍ ترڅنګ په کونړ کې د خبریالانو او سیمه ‌ییزو رسنیو پر وضعیت، ستونزو، اړتیاوو او د ملاتړ او همکارۍ پر لارو چارو خبرې وشوې.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول د کونړ د رسنیو د فعالیتونو او د خبریالانو د کاري وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د خبریالانو او رسنیو د لا زیات ملاتړ، همغږۍ او د هغوی د کاري چاپېریال د ښه کیدا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
په ناسته کې همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست او رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل په برخه کې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وشو.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس سمیع‌الحق حق‌ بیان د خبریالانو او رسنیو رول او اهمیت مهم وباله او د رسنیو له استازو سره یې د لا ښې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او رسنیزوچارو د لا پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0