د پنجشیر ولایت له امنیتي مسوولینو سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ لیدنه

د پنجشیر ولایت له امنیتي مسوولینو سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ لیدنه

اګست 15, 2026 - 15:26
 0  7
د پنجشیر ولایت له امنیتي مسوولینو سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ لیدنه

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د پلازمېنې زون استازي محمد نذیر دانش په پنجشېر ولایت کې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ له ویاند حقمل سعد سره د رسنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د رسنیو، خبریالانو او سیمه‌ییزو مسوولینو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو په موخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د پلازمېنې زون استازي محمد نذیر دانش د خبریالانو او اړوندو مسوولینو ترمنځ د همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. نوموړي په پنجشېر ولایت کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت وڅېړه او د رسنیزې ټولنې ستونزې او غوښتنې په ځانګړي ډول اطلاعاتو ته پر وخت لاسرسی او د خبریالانو د فزیکي خوندیتوب په برخه کې د امنیتي ادارو همکاري د پنجشېر ولایت د امنیه قوماندانۍ له ویاند سره شریکې کړې.

د پنجشېر امنیه قوماندانۍ ویاند حقمل سعد د اولس د پوهاوي او په ټولنه کې د روڼتیا په رامنځته کولو کې د رسنیو رول مهم او اغېزناک وباله او ویې ویل چې د رسنیو او خبریالانو د کاري وضعیت د ښه والي او له هغوی سره د همکارۍ په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو او همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0