د کونړ د اطلاعاتو او کلتور له نوي رئیس سره د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو ناسته

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور له نوي رئیس سره د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو ناسته

سپټتمبر 30, 2026 - 17:37
اکتوبر 10, 2026 - 00:03
 0  6
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور له نوي رئیس سره د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو ناسته

د کونړ ولایت د رسنیو مسوولینو، خبریالانو او د رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور نوي رئیس سمیع الحق حق بیان سره تعارفي ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول عبدالقدوس شمس د یاد ولایت د رسنیو د ستونزو، غوښتنو او فعالیتونو په اړه رڼا واچوله او په اړه یې د اطلاعاتو او کلتور د رییس د پاملرنې غوښتنه وکړه. 
د رسنیو مسوولینو او خبریالانو هم هر یو د خپلې اړوندې رسنۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او په خپلو کاري برخو کې یې موجوده    ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه له نوي رئیس سره شریک کړل. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس سمیع الحق حق بیان د رسنیو او خبریالانو ستونزې واورېدې او د اړوندو ستونزو د اواري او له رسنیو او خبریالانو سره یې د لا ښې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
په مجلس کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او سیمه ییزو رسنیو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا، ګډ کار او د خبریالانو د کاري چارو د اسانتیا په اړه هم خبرې وشوې.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0