مرکه
مرکه
مرکه له هغه هدفمنده پوښتنو او ځوابونو عبارت ده چې د اطلاعاتو د لاسته راوړلو لپاره په کار وړل کیږي. مرکه د دې لپاره ترسره کیږي چې په لنډ وخت کې له یو کس څخه روښانه او جامع معلومات لاسته راوړې.
مركه هغه خبرې، اترې دي چې د يوه ټاكلي هدف په رڼا كې د سمو او باوري مالوماتو د راغونډولو د پاره، د يوه يا ډېرو كسانو سره، تر سره كېږي. يا هم كه په مشخصه توگه يې تعريف كړو چې: د يوې ټاكلې موضوع، ستونزې يا تشويش په اړه، د نظر له خاوندانو، دولتي او نا دولتي چارواكيو يا هم له عامو خلكو سره د پوښتنو او ځوابونو په بڼه مفاهمه او له هغوئ د مالوماتو راټولو ته مركه وايي. مرکه د ژورنالیزم او رسنیو اصول او قاعده ده، خو په نورو حالاتو کې هم کارول کیږي.
مرکه له یوې خوا د وړاندې کولو یو مستقیل ژورنالیستي شکل دی، له بل لوري هغه اطلاعات چې د مرکې له لارې لاسته راوړل کیږي، کولای شو په خبرونو، ریپوټونو او تبصرو کې هم شامل کړو.
ځينې وختونه د مركې مېتود د واقيعتونو د رابرسېره كولو د پاره په كار لوېږي او په پايله كې يې رغنده نظرونه او پايلې لاسته راوړل كېږي. مركه – كله، ولې، څنگه؟! په نننۍ نړۍ او زموږ په هيواد كې، ژورنالېست يا خبريال د ټولنې سترگې گڼل كېږي. او د ټولنې دا سترگې، بيا رسالت لري چې د دولت او خلكو تر منځ، د درېيمگړي په توگه رول ولوبوي. د دا ډول پوهاوي او عامه اړيكود ټينگولو د پاره ژورنالېست اړ دى، چې له بېلابېلو لارو چارو كار واخلي، دغه اړيكې كه د گزارش او خبر په بڼه وي يا هم د مركې. د دغو درې واړو، گزارش، خبر.... او مركې كولو له لارې، د ژورنالېست يواځنى هدف دا وي، چې د ستونځو په له منځه وړلو كې رول ولوبوي او هم خپل مسلكي ژوند او شخصيت له دې لارې جوړ كړي. په ځانگړې توگه د مركې اړتيا هغه وخت راپېښېږي، چې په فردي يا عام ډول د دولت او خلكو، يا خلكو او خلكو تر منځ كركې، بې باورۍ، تشويشونه، لانجې او ستونځې رامنځته شي. د دې ډول ستونځو درك كولو ته يا د ژورنالېست په خپله ورپام كېږي، او يا هم د خلكو له خوا ورته متوجه كېږي. ژورنالېست خپل رسالت ته په كتو سره اړ دى، چې پورته يادې شوې خبرې په پام كې ونيسي.
هغه څوک چې پوښتنې طرحه کوي، یعنې خبریال له اوریدونکو استازولي کوي، د نوموړي پښتنې باید لنډې او دقیقي واوسي او باید تل د مرکې د موخې موضوعات په برکې ونیسي. خبریال باید بیطرفه پاتې شي او د احساساتو له اظهار څخه باید ځان وساتي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0