د مې درېیمه، د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې نمانځنه
د مې درېیمه، د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې نمانځنه
د مې درېمې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د ازادو، خپلواکو او مسؤلو رسنیو پر رول د ټینګار ترڅنګ د شفافیت او عامه پوهاوي په پیاوړتیا کې د هغو نقش خورا ارزښتناک ګڼي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر، عبدالقدیم ویارد مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په اړه د شمشاد ټلوېزیون په ځانګړي پروګرام کې ګډون وکړ او د دې ورځې موخې او اهمیت یې جوت کړ. هغه د رسنیو او خبریالانو له مهمو ستونزو په ځانګړې توګه د رسنیو اقتصادي ستونزو او معلوماتو ته د لاسرسي د څرنګوالي یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د حکومت او نړیوالو بنسټونو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
AJMSO د دې لارې د شهیدانو پاک روح ته د دعا تر څنګ، د خبریالانو د ملاتړ په اړه خپله ژمنه یو ځل بیا تازه کوي او د رسنیو د ظرفیت لوړولو، د خبریالانو د حقونو د دفاع او د رسنیزو فعالانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال د رامنځته کولو برخه کې د خپلو هڅو پر دوام ټینګار کوي.
د مطبوعاتو نړیواله ورځ دا حقیقت را په یادوي چې معلوماتو ته لاسرسی د هر وګړي اساسي حق دی، او له ازادو رسنیو پرته دوامداره پرمختګ او په چارو کې لازم شفافیت ناشونی دی.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0