د زابل اطلاعاتو او کلتور له نوي رئیس سره د AJMSO ولایتي مسؤل د همغږۍ غونډه
د زابل اطلاعاتو او کلتور له نوي رئیس سره د AJMSO ولایتي مسؤل د همغږۍ غونډه
قلات- زابل
د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولایتي مسؤل هدایت الله نیکزاد په زابل ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور له نوي رئیس مولوي احمد مختار سره د پېژندنې او همغږۍ غونډه وکړه.
په دغه غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د خبریالانو د ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو او حکومتي ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
نیکزاد د اطلاعاتو او کلتور نوي رئیس ته د نوي مسؤلیت مبارکۍ ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د نوموړي په مشرۍ کې به د رسنیو او خبریالانو لپاره لا ښه او خوندي کاري چاپېریال رامنځته شي. نوموړي د خبریالانو د ملاتړ، د بیان ازادۍ د پیاوړتیا او د رسنیو د ستونزو د حل په برخه کې د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.
له دې سره مولوي احمد مختار د خبریالانو او رسنیو ارزښت ته په اشارې وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي اسانتیا، د رسنیو ملاتړ او له خبریالانو سره همکاري د دوی له لومړیتوبونو څخه دي. هغه ژمنه وکړه چې د رسنیو د پیاوړتیا، د خبریالانو د ستونزو د حل او د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره به لازم ګامونه پورته کړي.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د رسنیو د پرمختګ، د خبریالانو د ظرفیت لوړونې او د متقابل تفاهم د لا پیاوړتیا په برخه کې د دوامدارو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ په ټول هیواد کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو د تحقق لپاره هڅه کوي او باوري دی چې خبریالان او رسنۍ خلکو ته د سمو او کره اطلاعاتو د رسونې تر ټولو اغیزناکه او د باوروړ وسیله ده.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0