ګردی مېز
ګردی مېز
فیچر د لاتینې ژبې له Factura، Facere او Factum څخه اخیستل شوې کلمه ده چې د سینګار، سینګارولو یا فیشن په معنا دي او د نړۍ نورو ژبو ته هم له لاتیني ژبې راغلې کلمه ده. بل دا چې فیچر په لرغونې فرانسوي کې هم ریښه لري چې د فیشن، سینګار او جوړښت معنا افاده کوي او د انګلیسي ژبې په ګډون د نړۍ نورو ژبو ته فیچر له همدې لرغونې فرانسوي ژبې راغلې کلمه ده.
فیچرهغه راپور ته ویل کیږي چې زیاته برخه یې له بیلابیلو اصلي او طبعي غږونو څخه جوړه شوې وي.
فیچر د نوي ژورنالیزم هغه ژانر دی چې د خبر او رپوټ په څېر په پېښو پورې اړوند حقیقتونه وړاندې کوي؛ خو په دې توپیر چې د خبر ژبه وچه او رسمي وي، مګر د فیچر ژبه معلوماتي، انځوریزه او ډرامایي وي. په خبر کې هڅه کېږي چې شپږو پوښتنو (کله، چېرته، څنګه، څوک، څه ډول، ولې) ته ځواب ورکړل شي؛ خو فیچر شپږو پوښتنو ته د ځواب ورکولو ترڅنګ د پېښې په اړه شننه کوي او لوستونکی له شالید او راتلونکو اغېزو خبروي.
فيچر د اوسني وخت يو بل ژورناليسټيك ژانر دى چې نن سبا ډېر لوستونكي لري. فيچر له خبرونو سره له دې لامله اړخ لگوي چې د خبر په څېر په فيچر كې هم حقيقتونه وړاندې كېږي؛ خو په دې توپير سره چې په فيچر كې حقيقتونه په ډراماټيك انداز وړاندې كېږي. د خبر په پرتله په فيچر كې مشاهده، تحقيق او شننه زياته وي.
په رسنیو کې د فیچر د اهمیت یو لامل د لوستونکو رواني غوښتنې دي، په اکثرو ټولنو کې ګڼ خلک د ساده او جالبو موضوعاتو لوستل خوښوي، د تبصرو، مقالو، سر مقالو او داسې نورو تحلیلي لیکنو پر ځای یې د تفرېحي او په زړه پورو مطالبو لوستل زیات خوښېږي؛ نو له هغه ځایه چې رسنۍ د خلکو دغه رواني غوښتنې له پامه نشي غورځولی، د فیچر لیکنې اهمیت او ضرورت لا ډېر کړی دی.
د ژورنالیزم ډیری لارویان په دې اند دي چې د مطبوعاتي لیکنو لپاره یوازې د معلوماتو ډېروالی هم حتمي نه دی، بلکې د دغو لیکنو په زړه پورې والی هم مهم دی. ځکه لوستونکي د لیکنې تر لوستلو وروسته دا پرېکړه کوي چې زیات او جالب معلومات یې لرل که نه؟ نو د دې لپاره چې یوه مطبوعاتي لیکنه لوستونکي ځانته راکاږي باید د لیکنې ظاهري بڼه هم جذابه کړای شي چې دغه کار د فیچر لیکنې له لارې شونی دی.
په فيچر كې موخه خلك له ورځنيو پېښو خبرول او همدارنگه هغوى ته يوه اندازه د پام بدلولو زمینه برابرول دي. فيچر د شخصیتونو، پېښو، انساني فعاليتونو، مسلكونو او نورو موضوعاتو په اړه ليكل كېداى شي.
د فیچر ډولونه:
شخصي فیچر(Personal feature):
شخصي فیچر د مهمو اشخاصو په ژوند او کارونو لیکل کېږي. دا ډول فیچر لیکنه کې د مشهورو سیاسي څېرو، لیکوالانو، هنرمندانو او نورو خاصوخلکو په اړه لوستونکو ته معلومات په داسې انداز وړاندې کېږي چې له لوستلو یې خوند واخلي. په شخصي فیچر کې د یوه کس د شخصیت او ژوند مختلفې خواوې څېړل کېږي. د دا ډول فیچر لیکلو لپاره د یوه کس په اړه له لیکل شویو اثارو، مرکو او شخصي یادښتونو څخه ګټه اخیستل کېږي.
شخصي فیچر په خپل ذات کې بیا په دوه ډوله لیکل کېږي، یو دا چې یو کس ژوندی وي او په اړه یې فیچر لیکل کيږي. بل دا چې یو شخص مړ وي او په تړاو یې فیچر لیکل کېږي.
تاریخي فیچر (Historical feature):
دا ډول فیچرونه په جالبو تاریخي پېښو او حقایقو لیکل کېږي. په دې ډول فیچر لیکنه کې په ځانګړې توګه هغه تاریخي پېښې چې له کومې نوې واقع شوې پېښې سره تړاو ولري ډېرې کارول کېږي. د تاریخي فیچر مواد له کتابونو، چاپي پاڼو او له داسې کسانو څخه چې خپله یې په هغې تاریخي دوره کې ژوند کړی وي یا تاریخپوه وي د مرکو له لارې تر لاسه کېدلی شي.
خبري فیچر (News feature):
دا ډول فیچر په هغو له پامه غورځېدلو موضوعاتو او خبرونو لیکل کېږي چې لوستونکو ته مهم نه ښکاري یا دا چې د خبرونو د ډېروالي له امله اصلاً نه خپرېږي. خبري فیچرونه تر ډېره د خبرونو په پاڼه کې چاپېږي او هڅه کېږي چې په دغه ډول فیچر کې انساني احساسات او غوښتنې داسې ګډې شي چې لوستونکي یې په پوره شوق ولولي.
علمي فیچر (Scientific feature):
علمي یا ساینسي فیچر په علمي موضوعاتو لیکل کېږي، د دغه ډول فیچرونو ژبه ساده او عام فهمه وي؛ خو ځینې وخت د ساینسي اختراعګانو په اړه لیکل شوي فیچرونه ډراماتیکه بڼه هم لري او په دې ډول په ساده او جالبه توګه عام لوستونکي له نویو ساینسي اختراعاتو خبروي. د علمي فیچر مواد له کتابونو، علمي رسالو او د اړوندې علمي څانګې له ماهرانو څخه ترلاسه کېدای شي.
ټولنیز فیچر (Social feature):
د فیچر دې ډول ته په ځینې ټولنو کې زیات ارزښت ورکول کېږي. په دغه ډول فیچرونو کې د ټولنیز ژوند بېلابېلې خواوې څېړل کېږي. په ټولنیز فیچر کې د فیچر لیکوال د ټولنې هغو نیمګړتیاوو ته ګوته نیسي او د رابرسېره کولو هڅه یې کوي چې د عامو خلکو له نظره لوېدلې وي او پام نه ورته کوي.
روزنیز یا تعلیمي فیچر (Educational feature):
روزنیز یا تعلیمي فیچر خلکو ته د تعلیم ورکولو په موخه لیکل کېږي او لوستونکو ته د یوې مهمې موضوع په باب چې د هغوی له ژوند سره تړاو لري روزنیز معلومات ورکوي، لکه روغتیا ساتنه، د زده کړو اهمیت، د خوشاله ژوند کولو لارې چارې او دې ته ورته نور موضوعات.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0