د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور له مسوولینو سره لیدنه

د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور له مسوولینو سره لیدنه

می 14, 2026 - 13:58
 0  14
د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور له مسوولینو سره لیدنه

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO)ولایتي استازي جمیل الله حیران د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي حبیب الله مجاهد او د یاد ریاست د اطلاعاتو له امر ښاغلي نجیب الله فکرمن سره تعارفي ناسته وکړه.
 په دغه لیدنه کې دواړو لورو په میدان وردګ ولایت کې د رسنیو د وضعیت، د خبریالانو د ستونزو او د هغوی د ملاتړ پر اړتیاوو خبرې وکړې.
ښاغلي حیران د یاد بنسټ د ایجاد، فعالیتونو، موخو او راتلونکو پلانونو په اړه د اطلاعاتو او کلتور رییس او اطلاعاتو امر ته بشپړ او هر اړخیز معلومات وړاندي کړل. 
نوموړي ټینګار وکړ چې AJMSO به په میدان وردګ کې د خبریالانو د ظرفیت لوړونې، خوندیتوب، خبریالانو ته د سیمنارونو برابرولو او مسلکي ودې لپاره هڅې وکړي.
له دې سره د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ له هڅو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې اطلاعاتو او کلتور ریاست به له رسنیو او خبریالانو سره د همغږۍ او ملاتړ په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي. هغه د اولس د خبراوي او کره او سمو اطلاعاتو ته د هغوی د لاسرسۍ برخه کې د رسنیو ونډه اړینه وبلله او دغه برخه کې یې د ظرفیتونو په لوړاوي ټینګار وکړ.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ په ټول هیواد کې د خبریالانو او رسنیو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر ودې باورلري او دغه برخه کې خپلې هڅې جاري ساتي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 1
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0