په کونړ کې د خبریالانو ستونزې د اطلاعااو او کلتور له راغلي پلاوي سره شریکې شوې

په کونړ کې د خبریالانو ستونزې د اطلاعااو او کلتور له راغلي پلاوي سره شریکې شوې

اکتوبر 12, 2026 - 21:41
اکتوبر 14, 2026 - 18:17
 0  6
په کونړ کې د خبریالانو ستونزې د اطلاعااو او کلتور له راغلي پلاوي سره شریکې شوې
په کونړ کې د خبریالانو ستونزې د اطلاعااو او کلتور له راغلي پلاوي سره شریکې شوې
 
 
د کونړ په مرکز اسعدآباد کې خبریالانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له راغلي پلاوي سره ځانګړې ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د کونړ د خبریالانو او رسنیو بنسټ مسؤل عبدالقدوس شمس اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنیو د مالي ملاتړ او په دې برخو کې د شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د رسنیو او خبریالانو غوښتنې یې له راغلي پلاوي سره شریکې کړې.
راغلي پلاوي ډاډ ورکړ چې هغه ستونزې به په جدي توګه وڅاري چې د ولایت په کچه د حل وړ وي او هغه موارد به چې د مرکز په کچه تعقیب ته اړتیا لري له اړوندو ادارو سره شریک کړي او د حل لپاره به یې جدي هڅې وکړي. پلاوي همدارنګه یې په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0