د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د خواخوږۍ او تسلیت پیغام
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د خواخوږۍ او تسلیت پیغام
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د سلام وطندار راډیو د پخوانۍ خبریالې صوفیا محمدزۍ پر مړینه خپله ژوره خواشیني او ډاډګیرنه څرګندوي.
إنا لله وإنا إلیه راجعون
صوفیا محمدزۍ له تېرو څو کلونو راهیسې له سرطان ناروغۍ سره لاس او ګرېوان وه. نوموړې له دغې ناروغۍ سره له اوږدې مبارزې وروسته تېره شپه ساه ورکړه.
د نوموړې مړینه د افغانستان د رسنیو د کورنۍ لپاره یوه ستره او دردونکې ضایعه ده. د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د نوموړې له کورنۍ، دوستانو او همکارانو سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي.
له لوی او بښونکي الله تعالی څخه صوفیا محمدزۍ ته د مغفرت او جنت الفردوس غوښتنه کوو او د هغې کورنۍ او خپلوانو ته د دې ستر غم د زغملو لپاره د صبر، حوصلې او ځواک دعا کوو.
روح یې ښاد او یاد دې یې تل پاتې وي
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0