پر وخت اطلاعاتو ته د لاسرسي او د ژورنالېستانو خوندیتوب په موخه د لغمان امنیه قومندانۍ سره لیدنه وشوه
پر وخت اطلاعاتو ته د لاسرسي او د ژورنالېستانو خوندیتوب په موخه د لغمان امنیه قومندانۍ سره لیدنه وشوه
په لغمان کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتی مسوول عتیق الله قریشي د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي سره د همغږۍ او امنیتي موضوعاتو په تړاو لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د امنیه قومندانۍ ویاند څخه غوښتنه وشوه چې د دوی کاري ساحه کې دې خبري او رسنیز اطلاعات پر وخت رسنیو او خبریالانو ته ورکړل شي او همدا راز دې د رسنیو او ژورنالیستانو د خوندیتوب په برخه کې د تل په څېر همکاري او پاملرنه وشي.
بل لور ته د امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي په خپلو خبرو کې د تل په څیرد همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د دوی اړوند رسنیز اطلاعات به پر وخت له رسنیو او خبریالانو سره شریک کیږي.
نوموړي همدا راز وویل چې د رسنیو او ژورنالیستانو خوندیتوب د دوی لپاره لومړیتوب دی او په کلکه به ورته پاملرنه کیږي.
ښاغلي یوسفزي د لغمان د ژورنالیستانو له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ له خپله اړخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
1
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0