په هلمند کې د اطلاعاتو او کلتور له مسوولینو سره لیندنه
په هلمند کې د اطلاعاتو او کلتور له مسوولینو سره لیندنه
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي عبدالله حقمل د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو له امر مولوي شير محمد وحدت سره په لیدنه کې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ د بنسټ د فعالیتونو او د رسنیو د ستونزو په اړه خبري وکړې.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي عبدالله حقمل د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو له امر مولوي شير محمد وحدت سره په لیدنه کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت او د بنسټ د فعالیتونو په اړه معلومات شريک کړل.
حقمل د لیدني پر مهال د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د موخو فعالیتونو او هغو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل چې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې ترسره کېږي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي شير محمد وحدت د دغه بنسټ له فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل دا د خوښۍ ځای دي چې د خبریالانو او رسنیو لپاره داسې یو بنسټ شتون لري چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي.
وحدت همداراز غوښتنه وکړه چې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ له لوري دې په هلمند کې خبریالانو ته د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه ورکشاپونه، روزنیز پروګرامونه او نور مسلکي فعالیتونه برابر سي.
دواړو لورو د خبریالانو د مسلکي ظرفیت لوړولو د رسنیو د ملاتړ او د خبریالانو او اړوندو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ د هغوی د ستونزو د مطرح کولو او د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه په ټول هیواد کې کار کوي او په دغه برخه کې خپلو هڅو ته ژمن دی.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0