د هېواد د پېژندل شوي خبريال محمد عالم كبيري د مړينې په اړه د (AJMSO)د خواخوږۍ او تسلیت پیغام
د هېواد د پېژندل شوي خبريال محمد عالم كبيري د مړينې په اړه د (AJMSO)د خواخوږۍ او تسلیت پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد پېژندل شوی فوټو ژورنالیست محمدعالم کبیري د ایران د تهران ښار په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
إنا لله وإنا إليه راجعون
ارواښاد محمدعالم کبیري د اوږدو کلونو لپاره د هېواد له بېلابېلو رسنیو سره د فوټو ژورنالیست په توګه دنده ترسره کړه. نوموړی په دې وروستیو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره ایران ته تللی و، خو له بده مرغه تقدیر دا فرصت ورنه کړ چې بیا خپلې کورنۍ، همکارانو او دوستانو ته راستون شي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د ارواښاد کبیري مړینه یوه ستره ضایعه بولي او د هغه درنې کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د افغانستان د خبریالانو او رسنیو کهول ته د زړه له کومې د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي. له لوی او بښونکي الله تعالی څخه ارواښاد ته د فردوس جنت، مغفرت او رحمت، او د هغه کورنۍ او ټولو خواخوږو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.
اروا یې ښاده او یاد یې تلپاتې
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0