د هېواد د ځوان خبریال او لیکوال طالب منګل د مړینې له امله د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د خواخوږۍ او تسلیت پیغام
د هېواد د ځوان خبریال او لیکوال طالب منګل د مړینې له امله د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د خواخوږۍ او تسلیت پیغام
په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د خوست ولایت ځوان خبریال او لیکوال طالب منګل نن سهار د کابل–لوګر لویې لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او د هېواد رسنیزه او فرهنګي ټولنه یې یو ځل بیا د غم پر ټغر کېنوله.
إِنّا لِلّهِ وَإِنّا إِلَیْهِ راجِعُونَ
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د هېواد د دې ځوان، تکړه او مستعد خبریال او لیکوال مړینه د هغه د کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د هېواد د رسنیزې ټولنې لپاره یوه دردناکه ضایعه بولي او د هغه له غمجنې کورنۍ، د خوست ولایت له خبریالانو او فرهنګیانو او د هېواد له ټولو رسنیزو او فرهنګي فعالانو سره خپله ژوره خواخوږي او د تسلیت مراتب څرګندوي.
طالب منګل له هغو مستعدو او وړ ځوانانو څخه و چې د خبریالۍ او لیکوالۍ په برخه کې یې اغېزناک او ارزښتناک فعالیتونه ترسره کړي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د دې غمجنې پېښې له امله د منګل له غمجنې کورنۍ او دوستانو سره سره د خپلې خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ، له لوی او بښونکي رب څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او د هغه کورنۍ، دوستانو او همکارانو ته د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه کوي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO)
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0