د پروان ولایت له ویاند سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتر بنست لیدنه

د پروان ولایت له ویاند سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتر بنست لیدنه

اګست 10, 2026 - 13:33
 0  13
د پروان ولایت له ویاند سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتر بنست لیدنه

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د پلازمېنې زون استازي محمد نذیر دانش په پروان کې د دغه ولایت د والي له ویاند سید حکمت‌الله شمیم سره د رسنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د رسنیو او سیمه‌ییزو مسوولینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې دواړو لورو د خبریالانو او اړوندو مسوولینو ترمنځ د موثر تعامل د پیاوړتیا، په پروان ولایت کې د خبریالانو او سیمه ‌ییزو رسنیو د وضعیت د ارزونې او د خبریالانو د ستونزو او غوښتنو د معلومولو دغه راز حل لارو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د پلازمېنې زون استازي محمد نذیر دانش د خبریالانو او رسنیو ځینې اساسي ستونزې، په ځانګړي ډول معلوماتو ته پر وخت نه لاسرسی او اقتصادي ستونزې، د پروان ولایت د والي له ویاند سره شریکې کړې.

د پروان ولایت د والي ویاند سید حکمت‌الله شمیم د اولس د پوهاوي او په ټولنه کې د روڼتیا د رامنځته کولو په برخه کې د رسنیو رول مهم او اغېزناک وباله او ویې ویل چې په دغه ولایت کې د رسنیز سکتور د ملاتړ لپاره به هڅې دوام ولري.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0