د شمشاد ټلویزیون د شل کلنۍ په مناسبت د AJMSOاعلامیه

«شمشاد ټلویزیون د هېواد د ارزښتناک تاریخ او کلتور د معرفي او ساتنې په برخه کې یوه استثنايي رسنۍ پاتې شوې ده» (عبدالقدیم ویاړ د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ رئیس)

فبروري 16, 2026 - 22:29
فبروري 16, 2026 - 22:32
 0  21
د شمشاد ټلویزیون د شل کلنۍ په مناسبت د AJMSOاعلامیه
د شمشاد ټلویزیون د شل کلنۍ په مناسبت د AJMSOاعلامیه
د شمشاد ټلویزیون د شل کلنۍ په مناسبت د AJMSOاعلامیه

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ AJMSO د شمشاد ټلویزون د تأسیس د شلمې کلیزې په مناسبت د دغې رسنۍ مشرتابه، کارکوونکو، خبریالانو او ټولو همکارانو ته د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي او د ارزښتناکو خدمتونو ستانه یي کوي.
شمشاد ټلویزیون د خپلو دوو لسیزو فعالیتونو په ترڅ کې هېوادوالو ته د معلوماتو رسولو، پوهاوي، زده‌ کړې او تفریح په برخه کې اغېزناک او ارزښتناک رول لوبولی دی. شمشاد ټلویزون د مسلکي ژورنالېزم اصولو ته په ژمنتیا سره هڅه کړې چې د خلکو غږ منعکس کړي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي زمینه برابره کړي، چې له نېکمرغه له تمې پورته ځلېدلی او د پام وړ بریاوې او لاسته راوړنې یې لرلې دي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د شمشاد ټلویزیون د ټولو کارکوونکو او خبریالانو د هڅو او سرښندنو قدر او درناوی کوي او دغې رسنۍ ته د لا زیاتو بریاوو، پرمختګونو او مسلکي فعالیتونو برخه کې د لا ځلیدا هیله کوي.

په درنښت
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 1
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0