اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مطبوعاتي اعلامیه
اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مطبوعاتي اعلامیه
کره، باوري او پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی د هرې ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه دی. د افغانستان خلک په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې د خپلو ورځنیو چارو او مهمو پېښو په اړه د باوري معلوماتو او اطلاعاتو ترلاسه کولو ته تر بل هر وخته ډېره اړتیا لري.
اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) اطلاعاتو ته د هیوادوالوپر لاسرسي ټینګار کوي.
AJMSO باور لري چې د خبریالانو ملاتړ په حقیقت کې د ولس د پوهاوي او معلوماتو ترلاسه کولو له حق څخه ملاتړ دی. خبریالان باید وکولای شي معلومات راټول کړي ویې څېړي او له مسلکي، مسؤلانه او اخلاقي اصولو سره سم یې له خلکو سره شریک کړي.
AJMSO له اړوندو مسؤلینو غواړي چې د معلوماتو د آزاد جریان لپاره اغېزناک میکانیزمونه رامنځته او پیاوړي کړي څو اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر اسانه او دقیق او موثق اطلاعات تر خلکو پر وخت ورسیږي.
اطلاعاتو ته لاسرسی یوازې د رسنیو اړتیا نه ده؛ بلکې د خلکو اساسي حق او زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
AJMSO له افغان چارواکو غواړي چې په دولتي ادارو کې د ویاندویانو او مطبوعاتي مسؤلینو په ټاکلو او همدارنګه د کره او پر وخت معلوماتو د شریکولو لپاره د مشخصو او اغېزناکو میکانیزمونو په پلي کولو سره معلوماتو ته د لاسرسي بهیر ملاتړ او تضمین کړي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0