په غور ولایت کې د سرحد او عدالت غږ راډیوګانو له مسوولینو سره لیدنه

په غور ولایت کې د سرحد او عدالت غږ راډیوګانو له مسوولینو سره لیدنه

سپټتمبر 13, 2026 - 10:53
سپټتمبر 28, 2026 - 09:57
 0  10
په غور ولایت کې د سرحد او عدالت غږ راډیوګانو له مسوولینو سره لیدنه

په غور ولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولایتي استازي عبدالغني «صدیقي» په دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو او ننګونو د ارزونې په موخه د سرحد راډیو او د عدالت غږ راډیو له مسوولینو سره لیدنې وکړې.

د سرحد راډیو مسوول سید معروف سیدي د AJMSO د ولایتي استازي هرکلی وکړ او د یادې راډیو د فعالیتونو او شته ستونزو په اړه یې معلومات شریک کړل. نوموړي مالي ستونزې او د برېښنا نشتوالی د سرحد راډیو له مهمو ستونزو څخه وبلل او په دې برخه کې یې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ له بنسټ څخه د لا ډېرې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.

همدارنګه د عدالت غږ راډیو مسوول مدیر عبدالسلام خپلواک په یوه جلا لیدنه کې د خپلې رسنۍ ستونزې او ننګونې شریکې کړې. نوموړي وویل چې د عدالت غږ راډیو او د دې رسنۍ خبریالان هم له جدي ستونزو سره مخ دي چې په ځانګړي ډول د بودجې او مالي امکاناتو کموالی یې له مهمو ننګونو څخه دي.

په غور کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولایتي استازي د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي ډاډ ورکړ چې د رسنیو د مسوولینو مطرح شوې ستونزې او غوښتنې به د بنسټ له مرکزي دفتر سره شریکې کړي او د دغو ستونزو د تعقیب او حل لپاره به لازمې هڅې ترسره شي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0