په بلخ ولایت کې له سیمه‌ییزو رسنیو څخه لیدنه وشوه

په بلخ ولایت کې له سیمه‌ییزو رسنیو څخه لیدنه وشوه

اګست 25, 2026 - 16:44
سپټتمبر 9, 2026 - 17:17
 0  4
په بلخ ولایت کې له سیمه‌ییزو رسنیو څخه لیدنه وشوه

په بلخ کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولایتي استازي صبغت‌الله توران د دغه ولایت له یو شمېر سیمه‌ییزو راډیوګانو څخه لیدنه وکړه.

دغه لیدنې د رسنیو او (AJMSO) ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ، د رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د ارزونې او د بلخ ولایت د رسنیزو کارکوونکو د هڅونې او ملاتړ په موخه ترسره شوې.

د رسنیو مسؤلین وایي په ځینو مواردو کې معلوماتو ته پر وخت نه لاسرسی، د رسنیو لپاره د حمایوي پروګرامونو نشتوالی او په ځانګړي ډول له سیمه‌ییزو رسنیو او راډیوګانو څخه د مالي ملاتړ کموالی په بلخ کې د رسنیو پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.

له دې سره په بلخ کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي وویل چې د رسنیو د اقتصادي ستونزو لپاره د مناسبو حل‌لارو موندل، د خبریالانو د مسلکي وړتیاوو لوړول او له اړوندو حکومتي مسؤلینو سره د رسنیو د ستونزو او غوښتنو شریکول د دغه بنسټ له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه دي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0