په هلمند ولایت کې د مسکا او سباوون راډیوګانو لیدنه
په هلمند ولایت کې د مسکا او سباوون راډیوګانو لیدنه
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي عبدالله حقمل د هلمند له سباوون او مسکا راډیوګانو څخه لیدنه وکړه.
د لیدني پر مهال د یادو راډیوګانو مسوولینو د خپلو نشراتي فعالیتونو او شته ستونزو په اړه معلومات شریک کړل.
هغوی وویل یادې راډیوګانې د بريښنا د لګښتونو له امله یوه اندازه باقیدارۍ لري او له اړوندو مسؤلینو څخه یې د يادو باقیداریود کمولو او د قسطونو په ډول د ورکړې غوښتنه وکړه.
عبدالله حقمل د رسنیو د ستونزو د حل په برخه کې د رسنیو له مسوولینو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې د یادو راډیوګانو ستونزې به له مرکزي دفتر سره شريکي کړي څو هغوى يې تر اړوندو مسوولینو ورسوي او د حل لپاره یې هڅي وکړي.
حقمل زیاته کړه چې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ هڅه کوي څود رسنیو ستونزې او مشکلات په وخت سره له به تر اړوندو مسؤلینو سره وڅېړي او د حل لپاره یې لازمې لارې چارې ومومي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0