لغمان کې د رسنیو مسوولینو، د یوشمیر ادارو ویاندویانو او یوناما ترمنځ ګډه ناسته وشوه.

لغمان کې د رسنیو مسوولینو، د یوشمیر ادارو ویاندویانو او یوناما ترمنځ ګډه ناسته وشوه.

اکتوبر 10, 2026 - 11:03
اکتوبر 14, 2026 - 18:30
 0  6
لغمان کې د رسنیو مسوولینو، د یوشمیر ادارو ویاندویانو او یوناما ترمنځ ګډه ناسته وشوه.
 
د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د اطلاعاتو او کلتورد رییس، د تخنیکي او مسلکي زده کړو امر، په ختیځ کې د یوناما دفترد استازو، د یو شمېر ادارو د مسوولینو، د لغمان د رسنیو دمسوولینو، د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د استازو او د بېلابېلو ادارو د ویاندویانو ګډون غونډه وشوه.
په پیل کې د یوناما دفتر د سیاسي برخې استازې جایس د یوناما په فعالیتونو خبرې وکړې.هغې په خپلو خبرو کې په دغه ګډ مجلس خوښي وښوده او مننه یې وکړه چې لغمان کې د رسنیو د فعالیت او اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
نوموړې په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې رسنیو او خبریالانو سره باید همکاري همداسې دوامداره وساتل شي او له خپله اړخه یې د همکاریو ډاډ هم ورکړ.
په غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو امر مفتي ذبیح الله حقاني او د امر بالمعروف ریاست مرستیال مفتي شبیر احمد عثماني په وار سره خبرې وکړې. دوی وویل چې  لغمان کې رسنۍ تر بله هر وخته ښه فعالیت لري. دوی همداراز د رسنیو په رسالت او مسولیتونو هم مفصلې خبرې وکړې او له رسنیو څخه یې وغوښتل چې د ولسونو د اذهانو او فکري رغونې لپاره ګټور پروګرامونه او خپرونې چمتو او وړاندې کړي.
غونډه کې همداراز د ګډونوالو ترمینځ د ازاد بحث ترڅنګ پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه هم شریک شول، چې د مسوولینو لخوا پرې خبرې وشوې.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 1
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0