په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کاپيسا ولايت د بهار راډيو پخوانی مسوول مدير ذبيح ‌الله محمدي، له يوې مودې ناروغۍ وروسته له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کاپيسا ولايت د بهار راډيو پخوانی مسوول مدير ذبيح ‌الله محمدي، له يوې مودې ناروغۍ وروسته له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

فبروري 27, 2026 - 23:35
اپرېل 18, 2026 - 16:47
 0  11
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کاپيسا ولايت د بهار راډيو پخوانی مسوول مدير ذبيح ‌الله محمدي، له يوې مودې ناروغۍ وروسته له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
ارواښاد محمدي د کاپيسا او پروان ولايتونو په رسنيز ډګر کې يو ژمن او فعال شخصيت و چې کلونه يې د سالمې اطلاع رسونې، عامه پوهاوي او خلکو ته د صادقانه خدمت په برخه کې هڅې وکړې او د سيمه‌ ييزو رسنيو په وده او پياوړتيا کې يې ارزښتناک رول ادا کړ.
د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ددغې دردونکې ضايعې له کبله د هغه مرحوم درنې کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د هېواد رسنيزې ټولنې ته تسليت وايي، او د لوی خدای (ج) له دربار څخه ارواښاد ته مغفرت او جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته یې جمیل صبر اوعظيم اجر غواړي.
اروا يې ښاده او ياد يې تلپاتې.

د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ (AJMSO)

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 1
واه واه 0