په پنجشېر کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ له امنیتي مسوولینو سره لیدنه وکړه

په پنجشېر کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ له امنیتي مسوولینو سره لیدنه وکړه

اګست 12, 2026 - 19:13
 0  7
په پنجشېر کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ له امنیتي مسوولینو سره لیدنه وکړه

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د پلازمېنې زون استازي محمد نذیر دانش په پنجشېر ولایت کې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت له آمر مولوي اول حق‌پرست سره د رسنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د رسنیو، خبریالانو او سیمه‌ییزو مسوولینو ترمنځ د لا همغږۍ د رامنځته کولو په موخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې محمد نذیر دانش رسنۍ د ټولنې له مهمو بنسټونو څخه وبللې او د خبریالانو او اړوندو مسوولینو ترمنځ یې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. نوموړي د پنجشېر ولایت د خبریالانو او رسنیو وضعیت، ستونزې او د رسنیزې ټولنې غوښتنې، په ځانګړي ډول اطلاعاتو ته پر وخت لاسرسی او د خبریالانو د فزیکي خوندیتوب په برخه کې د امنیتي ادارو همکاري، د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت له آمر سره شریکې کړې.

د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مولوي اول حق‌پرست د اولس د پوهاوي او په ټولنه کې د روڼتیا د رامنځته کولو په برخه کې د رسنیو رول مهم او اغېزناک وباله. نوموړي ډاډ ورکړ چې امنیتي مسوولین به د رسنیو او خبریالانو د کاري وضعیت د ښه والي او له هغوی سره د لا زیاتې همکارۍ لپاره له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د خبریالانو او اړوندو مسوولینو ترمنځ لا زیاته او اغېزناکه همغږي رامنځته شي، څو خبریالان او رسنۍ وکولای شي په خوندي او ډاډمن چاپېریال کې خپلو مسلکي فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0