په لغمان کې د خبريالانو ستونزې او غوښتنې د والي له دفتر سره شريکې شوې
په لغمان کې د خبريالانو ستونزې او غوښتنې د والي له دفتر سره شريکې شوې
په لغمان کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولايتي مسوول عتیق الله قریشي د لغمان د والي وياند عبدالمالک نيازي سره په کتنه کې د دې ولايت د خبريالانو او رسنيو ستونزې، غوښتنې او اړتياوې شريکې کړې.
په دغه لیدنه کې د (AJMSO) ولایتي مسوول په خپلو خبرو کې اطلاعاتو ته اسانه لاسرسی، د ژورنالیستانو او رسنيو اقتصادي ستونزې، د خبريالانو خونديتوب ته پاملرنه او يو شمېر نورې غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.
نوموړي زياته کړه، رسنۍ د ټولنې د پرمختګ، د عامه پوهاوي د لوړولو او د خلکو او حکومت ترمنځ د پياوړو اړيکو په ټينګښت کې مهم رول لري، له همدې امله اړينه ده چې د خبريالانو او رسنيو ستونزو ته جدي پاملرنه وشي او د دوی د مسلکي فعاليتونو د لا ښه ترسره کولو لپاره لازمې اسانتياوې او مناسب کاري فرصتونه برابر شي.
د لغمان د والي وياند عبدالمالک نيازي د خبريالانو او رسنيو د غوښتنو او ستونزو په اړه وويل، چې ولايتي اداره د رسنيو ارزښت ته ځانګړې پاملرنه لري او د خبريالانو د ستونزو د حل لپاره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د اطلاعاتو او معلوماتو د لاسرسي په برخه کې تر دې وړاندې هم له خبريالانو سره همکاري شوې او هر وخت خبريالانو ته پر وخت معلومات او اطلاعات ورکړل شوي دي. د هغه په وينا، دا همکاري به په راتلونکي کې هم دوام ولري او د اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې به له رسنيو سره لا ډېره همغږي رامنځته شي.
د والي وياند همداراز وويل، چې د رسنيو د اقتصادي ستونزو او مالي ننګونو د حل په موخه به د ولايت مقام له رهبرۍ سره خبرې وکړي او هڅه به وکړي، څو د شته امکاناتو په چوکاټ کې له خبريالانو او رسنيو سره لازمې همکارۍ ترسره شي.
د يادونې وړ ده، چې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ په هېواد کې د خبريالانو او رسنيو د حقونو د خونديتوب، د ستونزو د حل او د رسنيز چاپېريال د پياوړتيا لپاره هلې ځلې کوي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0