لغمان کې د حکومت او رسنیو مسوولينو ترمنځ ګډه ناسته وشوه
لغمان کې د حکومت او رسنیو مسوولينو ترمنځ ګډه ناسته وشوه
لغمان کې د حکومت او رسنیو مسوولينو ترمنځ ګډه ناسته جوړه شوه، چې د بېلابېلو رسنيو مسوولینو، د يو شمېر ادارو وياندويانو، د افغان خبريالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولايتي مسوول او د رسنیزو بنسټونو او ادارو ولايتي استازو پکې ګډون کړی و.
په ناسته کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولايتي مسوول عتيق الله قريشي او د بېلابېلو رسنيو مسوولینو په وار سره په خپلو خبرو کې د رسنیزو فعاليتونو په اړه د معلوماتو د ورکولو ترڅنګ د رسنيو ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.
دوی وويل چې لغمان کې ټولې هغه راډيوګانې چې فعاليت لري، له مستوفيت سره د ټکس او مالياتو د تصفيې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي؛ دوی د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له مشرتابه څخه وغوښتل چې دغو ستونزو ته د حل لارې چارې وګوري.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په خپلو خبرو کې د رسنيو له فعاليتونو څخه خوښي وښوده او مننه یې وکړه چې د زمري ۲۴ مې ته يې ښه خبري پوښښ ورکړی و.
نوموړي زياته کړه چې رسنۍ د ذهنیتونو په جوړولو کې مهم رول لري او پکار ده چې د اولسونو د پوهاوي په موخه د تل په څېر ښوونيزې او هر اړخيزې اغیزناکې خپرونې چمتو او خپرې کړي.
هغه د لغمان د رسنيو ستونزو د حل په اړه وويل چې ياده ستونزه به د مستوفيت له مسوولينو سره شريکه کړي څو یوه مناسبه حال لار ورته وموندل شي.
په ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د مشرتابه لخوا رسنيو او خبريالانو ته د تل په څیرد همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
وروسته هغه ستاينليکونه چې د رسنيو لپاره د غوره رسنيزو فعاليتونوپه خاطر د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا برابر شوي وو، د رسنيو مسوولينو ته ورکړل شول.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0