زابل کې د سفرونو او تګ راتګ برخه کې خبریالانو ته د سهولتونو برابرول

زابل کې د سفرونو او تګ راتګ برخه کې خبریالانو ته د سهولتونو برابرول

اګست 19, 2026 - 11:30
اګست 19, 2026 - 11:30
 0  2
زابل کې د سفرونو او تګ راتګ برخه کې خبریالانو ته د سهولتونو برابرول

خبریالانو او رسنیزوکارکوونکو ته د سفر او تګ راتګ برخه کې د اسنتیاوو برابرولو په موخه، د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ او رحمان بابا ترانسپورټي شرکت ترمنځ د ګډو همکاریو او متقابلو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې تفاهم‌لیک لاسلیک شو. 

د دې تفاهم‌لیک له مخې به د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ له لوري ورمعرفي کیدونکو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د رحمان بابا ترانسپورټي شرکت له لوري د سفر په برخه کې خدمتونو کې ۴۰ سلنه تخفیف ورکول کېږي.

دغه تفاهم‌لیک د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ د ولایتي مسؤل هدایت‌الله نیکزاد او د رحمان بابا ترانسپورټي شرکت د استازي عبیدالله له لوري لاسلیک شو.

دواړه خواوې به د متقابلو همکاریو، رسنیز انعکاس او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو لپاره د ترانسپورتي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې لازمې همکارۍ ترسره کوي او هڅه به کوي چې د دې تفاهم‌لیک له لارې د خبریالانو او د هغوی د کورنیو غړو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0