د شاجوی ولسوالۍ له خبریالانو سره لیدنه او د رسنیز وضعیت ارزونه
د شاجوی ولسوالۍ له خبریالانو سره لیدنه او د رسنیز وضعیت ارزونه
زابل کې د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول هدایت الله نیکزاد د یو شمیر خبریالانو په ملتیا شاجوی ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې له خبریالانو او د سورغر را ډیو له مسوولینو او کارکوونکو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د شاجوي ولسوالۍ رسنیز وضعیت وڅیړل شو او هلته د شته سورغر راډیو د نشراتي فعالیتونو، رسنیزو چارو، د سیمه ییزو موضوعاتو د انعکاس او د رسنیو د کاري وضعیت په اړه خبري وشوي او سیمه ایزو خبریالانو او رسنیزو فعالینو نظرونه واوریدل شول.
په ناسته کې د شاجوی ولسوالۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مدیر حضرت الله زاهد هم ګډون کړی و.
د ناستي پر مهال د رسنیو او خبریالانو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د رسنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا، د سیمه ییزو رسنیو د ملاتړ او د خبریالانو د شته ستونزو د حل په اړه هم خبرې وشوې.
هدایت الله نیکزاد وویل د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ هڅه کوي له خبریالانو او رسنیو سره د نږدې اړیکو له لاري د هغوی ستونزي او اړتیاوې وڅیړي او دغې ولسوالۍ کې د رسنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا لپاره د همکارۍ زمینه برابره کړي.
د سورغر راډیو مسؤلینو هم د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په برخه کې د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ د هڅو ستاینه وکړه او دغلته یې له رسنیو او مسوولینو سره د لا ښې همغږۍ او ګډي همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0