د کونړ ولایت مرستیال والي سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ لیدنه
د کونړ ولایت مرستیال والي سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ لیدنه
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول عبدالقدوس شمس د کونړ ولایت له مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه ناسته کې د بنسټ د فعالیتونو، موخو او د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ په برخه کې د ترسره کېدونکو پروګرامونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول. همدارنګه خبریالانو او رسنیو سره د همکارۍ، د معلوماتو پر وخت شریکولو او د رسنیز چاپېریال د لا پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.
د کونړ ولایت مرستیال والي ټولنه کې د رسنیو او خبریالانو رول مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې د ولایت مقام به د قانون او اصولو په چوکاټ کې له خبریالانو او رسنیو سره لازمې همکارۍ ته دوام ورکوي او د معلوماتو شریکولو په برخه کې به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ناستې په پای کې دواړو لورو د متقابلې همکارۍ، همغږۍ او د رسنیو د فعالیتونو د لا ښه والي لپاره د ګډ کار پر دوام ټینګار وکړ.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0