زابل کې خبریالانو ته د کتابونو او قرطاسیې په برخه کې د سهولت برابرول

زابل کې خبریالانو ته د کتابونو او قرطاسیې په برخه کې د سهولت برابرول

اګست 25, 2026 - 13:39
سپټتمبر 9, 2026 - 17:18
 0  9
زابل کې خبریالانو ته د کتابونو او قرطاسیې په برخه کې د سهولت برابرول

د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ او عادل کتاب او قرطاسیه د پلور مرکز ترمنځ د همکارۍ تفاهم‌ لیک لاسلیک شو

د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ او عادل کتاب اوقرطاسیې مرکز ترمنځ د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک شو.

د دغه تفاهم‌لیک له مخې به عادل کتاب او قرطاسیه مرکز د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ لخوا معرفي کیدونکو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ته د کتابونو او قرطاسیې په پېرلو کې ۴۰ سلنه تخفیف ورکوي.

دغه تفاهم‌لیک د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ ولایتي مسؤل هدایت الله نیکزاد او د عادل کتاب او قرطاسیې مرکز مسؤل عبدالقهار آمرخیل ترمنځ لاسلیک شو، چې د یو کال لپاره به اعتبار ولري.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0