زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس سره لیدنه
زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس سره لیدنه
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي هدایت الله نیکزاد، د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي رحمت الله حماد سره د تعارفي ناسته وکړه.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د رسنیو د وضعیت، د خبریالانو د ستونزو او د هغوی د ملاتړ پر اړتیاوو خبري وکړې.
ښاغلي نیکزاد د یاد بنسټ د فعالیتونو، موخو او راتلونکو پلانونو په اړه د اطلاعاتو او کلتور رییس ته بشپړ معلومات وړاندي کړل.
هغه ټینګار وکړ چې AJMSO به په زابل کې د خبریالانو د ظرفیت لوړونې، خوندیتوب او مسلکي ودې لپاره هڅي لا زیاتې کړي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ له هڅو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست به له رسنیو او خبریالانو سره د همغږۍ او ملاتړ په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
دواړو لورو ژمنه وکړه چې د خبریالانو د ستونزو د حل، د رسنیو د پیاوړتیا او د معلوماتو د لاسرسي د ښه والي لپاره ګډ کار ته دوام ورکوي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
2
ناخوښ
0
مينه
2
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0