په زابل ولایت کې له مسوولینو سره لیندنې

په زابل ولایت کې له مسوولینو سره لیندنې

اګست 17, 2026 - 16:25
 0  4
په زابل ولایت کې له مسوولینو سره لیندنې

د زابل د خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ ولایتي مسؤل هدایت الله نیکزاد د زابل ولایت د اقتصاد له رئیس مولوي عبدالکریم مردان سره په اړوندو برخو کې د همکارۍ او همغږۍ په موخه لیدنه وکړه.

په دغه ناسته کې د خبریالانو او رسنیو د فعالیتونو، د هغوی پر وړاندې د شته اقتصادی او نورو ستونزو او د رسنیزو چارو د لا ښه تنظیم او پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

په غونډه کې د خبریالانو او دولتي ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وشو. دواړو لورو د رسنیو د فعالیتونو د ملاتړ، د معلوماتو د شریکولو او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خپل نظرونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې د خبریالانو د مسلکي فعالیتونو د اسانتیا او د رسنیزو چارو د لا پیاوړتیا لپاره به د امکان تر حده همکارۍ ته دوام ورکوي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0