لوګر کې له ځایي راډیو ګانو څخه لیدنه وشوه

لوګر کې له ځایي راډیو ګانو څخه لیدنه وشوه

اپرېل 11, 2026 - 16:36
اپرېل 18, 2026 - 16:23
 0  9
لوګر کې له ځایي راډیو ګانو څخه لیدنه وشوه

شنبه، د وري ۲۲ مه
لوګرولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړبنسټ استازي موسی عدیل د لوګرولایت د اطلاعاتو اوکلتور د یو پلاوي په ملتیا، ددغه ولایت له یوشمیر رسنیو لینده وکړه.
ښاغلي عدیل رسنیز ډګر کې ددغه ولایت د خبریالانو هلې ځلې د ستاینې وړ وبللې او زیاته یې کړه چې د لوګر ولایت خبریالان او رسنۍ په پوره ژمنیتا او مسلکي توګه فعالیت کوي او ژمنه یې وکړه چې (AJMSO) به له اطلاعاتواوکلتور ریاست او نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د رسنیو د ستونزو د اوارۍ برخه کې پوره هڅه او کوښښ کوي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي فیض الله جوهري لوګر کې د رسنیو له هلو ځلو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د رسنیو ملاتړ د یادې ادارې له لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې یې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټونو د هڅو او لا زیاتو مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.
د پولیس راډیو استازي افتخار احمد نبي زاده، د عینک راډیو استازي محمد رسول کامران او د ملي پیوند راډیو استازي رامین عباسي د خپلو رسنیو د لاسته راوړنو، کړنو، ستونزو او روانو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل  او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې خپرونې به  یې د ټولنې له غوښتنو سره سمې چمتو او وړاندې کیږي او خلکو ته به د کره او پروخ معلوماتو او اطلاعاتو د وړاندې کولو برخه کې تل ژمن پاتې کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د دوو دولتي راډیوګانو او یوې میاشتنۍ جریدې او عینک مجلې سربېره اوس مهال لوګر کې ۶ خصوصي سیمه راډیوګانې په منظم ډول خپرونې لري او فعالې دي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0