په لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره تعارفي ناسته وشوه

په لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره تعارفي ناسته وشوه

فبروري 18, 2026 - 21:46
فبروري 21, 2026 - 13:36
 0  8
په لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره تعارفي ناسته وشوه

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي عتیق الله قریشي د لغمان د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي عبدالنور رسولي سره ولیدل. د ناستې په پیل کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د فعالیتونو، موخو او راتلونکو پروګرامونو په اړه مفصل معلومات وړاندې شول. د بنسټ ولایتي استازي د خبریالانو د ظرفیت لوړونې، د رسنیو د پیاوړتیا او خلکو ته د کره او دقیقو ااطلاعاتو برابرولو په برخه کې افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ پرژمنتوب ټینګار وکړ او ددغو موخو د ترلاسه کیدو په برخه کې یې د یاد ریاست د همکارۍ غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالنور رسولي د بنسټ له نوښت څخه خوښي وښوده او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ. نوموړي وویل چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیزو او فرهنګي بنسټونو هرکلی کوي او د هغوی ملاتړ ته ژمن دی.
همدارنګه د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د ولایت د رسنیو د مالي ملاتړ، د ژورنالیستانو او ویاندویانو د مسلکي روزنې او د ظرفیت لوړونې په موخه د روزنیزو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د دوامدارې همکارۍ او خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتیا په برخه کې د ګډ کار پر دوام ټینګار وکړ.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0