AJMSO په کونړ کې د یوه خبریال د کورنۍ د ټپي شویو غړو د روغتیا پوښتنه وکړه
AJMSO په کونړ کې د یوه خبریال د کورنۍ د ټپي شویو غړو د روغتیا پوښتنه وکړه
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولایتي استازي عبدالقدوس شمس د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد ښار کې د پاکستان د پوځي رژیم د وروستي برید له امله د ملي راډیو ټلویزیون د خبریال اسماعیل سادات د کورنۍ د ټپي شویو غړو د روغتیا پوښتنه وکړه.
یاد برید چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري ترسره شو د ښاغلي سادات د کورنۍ څلور غړي—پلار، مېرمن او دوه اولادونه پکې د یو شمیرنورو ملکي وګړو ترڅنګ ټپیان شول.
شمس د ښاغلي سادات د کورنۍ د ژوبلو غړو د روغتیا د پوښتنې ترڅنګ، د لوی خدای له درباره هغوی ته د عاجلې روغتیا دعا وکړه او ډاډ یې ورکړ چې AJMSO به د امکان تر بریده هر ډول ملاتړ او مرسته ورسره وکړي.
له بلې خوا اسماعیل سادات او د هغه کورنۍ د AJMSO د استازي له خوا د حال اخیستنې او لیدنې څخه مننه وکړه او په دغسې شرایطو کې یې دAJMSO له لوري د خبریالانو ترڅنګ ودرېدل د ستاینې وړ وبلل.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
1
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0