د کنړ ولایت خبریالانو ددوی په اړه د پاکستان تورونه رد کړل

د کنړ ولایت خبریالانو ددوی په اړه د پاکستان تورونه رد کړل

می 2, 2026 - 15:05
 0  7
د کنړ ولایت خبریالانو ددوی په اړه د پاکستان تورونه رد کړل

د کونړ ولایت خبریالانو د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر عطاءالله تارړ هغه څرګندونې رد او په کلکو ټکو وغندلې چې ادعا یې کړې وه چې ګواکې د کنړ خبریالان د هند له لوري تمویلېږي او د پاکستان پر ضد تبلیغات کوي.
د کنړ ولایت خبریالانو په همدې تړاو یوه ناسته وکړه او د یاد وزیر څرګندونې بې‌ بنسټه او غیر مسوولانه وبللې، هغوی دغه راز د پاکستان د پوځي رژیم له لوري وروستي بریدونه چې پکې ګڼ شمیر ملکي وګړي شهیدان او ژوبل شول هم وغندل.
خبریالانو ټینګار وکړ چې دوی د ژورنالیزم د اصولو له مخې خپل مسلکي فعالیتونه ترسره کوي او هېڅکله به د ناسمو تورونو تر اغېز لاندې خپل دریځ بدل نه کړي. هغوی زیاته کړه چې د خپلې خاورې او ولس په خدمت کې به د رښتینې او بې‌ طرفه خبر رسونې بهیر ته دوام ورکړي.
همداراز خبریالانو له امنیتي ادارو وغوښتل چې د دوی خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي. دوی له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه هم وغوښتل چې د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر دغه ادعا په رسمي ډول رد کړي اوغندنه یې وکړي.
په یاده ناسته کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول عبدالقدوس شمس یادې څرګندونې د خواشینۍ وړ وبللې او په کلکه یې رد کړې. هغه د رسنیو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې ازادې رسنۍ د ټولنې د پرمختګ اساسي اړتیا ده.
د کونړ یو شمېر فرهنګیانو هم د خبریالانو له دریځه ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د حقیقت خپرول تل د ناسمو ادعاوو د راولاړېدو لامل ګرځي، خو دا ډول فشارونه د خبریالانو هوډ لا پیاوړی کوي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د کونړ ولایت پر بېلابېلو سیمو، د سید جمال الدین افغان پوهنتون په ګډون، توغندیز بریدونه شوي دي. د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې ۹۷ تنه ټپیان او ۸ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 1
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0