د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ AJMSOمشر د کاپیسا ولایت له مرستیال والي سره ولیدل
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ AJMSOمشر د کاپیسا ولایت له مرستیال والي سره ولیدل
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) مشر عبدالقدیم ویاړ د کاپیسا ولایت له مرستیال والي مولوي اسدالله سنان سره وکتل او په دې لیدنه کې یې د یاد ولایت د خبریالانو او سیمه ییزو رسنیو د کاري وضعیت د ښه والي او د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او له خبریالانو سره د ولایتي ادارو د همکارۍ د زیاتوالي په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وشو.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر سالمه اطلاع رسونه او د ټولنې د پوهاوي په برخه کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خبریالۍ او رسنیز کار د مسلکي ترسره کېدو لپاره د خوندي کاري چاپېریال برابرول او معلوماتو ته پر وخت لاسرسی ډېر مهم دی.
په همدې حال کې د کاپیسا مرستیال والي د ټولنې په پرمختګ کې د رسنیو ارزښت او رول مهم وباله او ژمنه یې وکړه چې د دې ولایت په کچه خبریالانو ته د معلوماتو د لاسرسي د ښه والي لپاره لازمه مرسته کوي. نوموړي همدارنګه د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ په برخه کې د ولایتي حکومت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
یاده لیدنه د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ له دوامداره هڅو څخه یوه برخه ده چې موخه یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رسنیو او د خبریالانو د کاري وضعیت د ښه والی لپاره ترسره کیږي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0