په زابل کی خبریالانو ته د غاښونو روغتیايي خدمتونو په برخه کې د ۵۰ سلنه تخفیف هوکړه لیک لاسلیک شو
په زابل کی خبریالانو ته د غاښونو روغتیايي خدمتونو په برخه کې د ۵۰ سلنه تخفیف هوکړه لیک لاسلیک شو
د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ (AJMSO) او د نوري غاښونو کلینیک ترمنځ د ګډو همکاریو یو تفاهم لیک د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي حکمتالله محسن او د یو شمېر خبریالانو په حضور کې لاسلیک شو.
دغه تفاهم لیک د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ د زابل ولایتي مسؤل هدایتالله نیکزاد او د نوري غاښونو کلینیک مسؤل ډاکټر خداینور نوري له لوري لاسلیک شو.
د تفاهملیک له مخې به د زابل ولایت خبریالان، د رسنیو کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي د غاښونو د معاینې، تشخیص، درملنې او نورو اړوندو روغتیايي خدمتونو څخه د ۵۰ سلنه تخفیف په ترلاسه کولو سره ګټه پورته کوي، څو وکولای شي په مناسب لګښت معیاري روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
دواړو لورو د تفاهملیک د لاسلیک پر مهال ژمنه وکړه چې د روغتیايي پوهاوي، عامه پوهاوي او رسنیزو همکاریو په برخو کې به خپلې ګډې همکارۍ لا پراخوي او د خبریالانو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره به عملي ګامونه پورته کوي.
د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ د دغه ډول همکاریو موخه د خبریالانو او د هغوی د کورنیو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو برابرول، د هغوی د ژوند د کیفیت ښه والی او د خصوصي سکټور او رسنیو ترمنځ د دوامداره همکاریو پیاوړتیا بولي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0