د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د پلازمېنې زون استازي د پنجشېر له والي سره وکتل

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د پلازمېنې زون استازي د پنجشېر له والي سره وکتل

اپرېل 28, 2026 - 10:45
می 4, 2026 - 12:42
 0  8
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د پلازمېنې زون استازي د پنجشېر له والي سره وکتل

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د پلازمېنې زون استازي د پنجشېر له والي مولوي محمد آغا حکیم سره په لیدنه کې د دغه ولایت د خبریالانو او رسنیو ستونزې او غوښتنې ورسره شریکې کړې.
په دغه ناسته کې د بنسټ د پلازمېنې زون مسوول محمد نذیر دانش، د یو شمېر خبریالانو په ملتیا په پنجشېر کې د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې موجودې ستونزې شریکې کړې او د دغه ولایت د رسنیو عمومي وضعیت یې شریک کړ. هغه معلوماتو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ او د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ یې نږدې همکارۍ یو بنسټیز ضرورت وباله او همدارنګه یې په دې برخه کې د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.
دانش همدارنګه د سیمه ‌ییزې ادارې او رسنیزې ټولنې ترمنځ پر دوامداره، هر اړخیزه او رغنده همکارۍ ټینګار وکړ او دا یې په پنجشېر کې د خبریالانو د وضعیت د ښه والي او د رسنیزو فعالیتونو د پراختیا لپاره مهمه وبلله.
له دې سره د پنجشېر والي د مطرح شویو وړاندیزونو هرکلی وکړ او د سیمه‌ ییزې ادارې پر ژمنتیا یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د خبریالانو ملاتړ او د هغوی د رسنیزو فعالیتونو اسانتیا ته لار اوارولو ته به دوام ورکوي. والي دغه راز ډاډ ورکړ چې د رسنیو د کاري شرایطو د ښه والي لپاره به هڅې جاري ساتي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0