د AJMSO  ولایتي استازي زابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین سره وکتل

د AJMSO  ولایتي استازي زابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین سره وکتل

اپرېل 28, 2026 - 10:37
می 4, 2026 - 12:45
 0  8
د AJMSO  ولایتي استازي زابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین سره وکتل


زابل کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولایتي مسؤل هدایت الله نیکزاد د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي  معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي سره کتنه وکړه.
په دغه لیدنه کې ښاغلي نیکزاد په زابل ولایت کې د خبریالانو او رسنیو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او عمومي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د رسنیو د لا پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې یې خپل نظرشریک کړل.
نوموړي معلوماتو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د رسنیو د اغېزمنتیا لپاره د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ نږدې همغږي او همکاري یو مهم اصل دی.
دواړو لوریو دغه راز د رسنیو د چارو د ښه والي، د همغږۍ د پیاوړتیا او د معلوماتو د پر وخت شریکولو پر اهمیت هر اړخیز بحث وکړ.
له دې سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین ښاغلي حیات الله مهاجر فراهي د زابل د خبریالانو فعالیتونه وستایل او اړوندو برخو کې یې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
د افغان خبریالانو اورسنیو دملاتړ بنسټ په ټول هیواد کې د رسنیو د ستونزو د اواري او له اړوندو ادارو او مسوولینو سره د همغږي لپاره هڅه کوي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0