زابل امنیه قومندان سره د (AJMSO)لیندنه
زابل امنیه قومندان سره د (AJMSO)لیندنه
په دغه لیدنه کې د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ ولایتي مسؤل هدایت الله نیکزاد د خبریالانو د کاري وضعیت، همغږۍ، خوندیتوب او د رسنیو اړوند ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د (AJMSO)ولایتي مسؤل د بنسټ د فعالیتونو او موخو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې بنسټ هڅه کوي د خبریالانو ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او د حل لپاره یې لازمه همکاري او همغږي وکړي. نوموړي همدارنګه د خبریالانو پر مسلکي ودې او پرمختګ او دغه راز د هغوی د حقونو د خوندي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
له دې سره د زابل امنیه قومندان مولوي عبدالحلیم حلیمي ټولنه کې د خبریالانو رول مهم وباله او ژمنه یې وکړه چې د اطلاعاتو د لاسرسي اسانتیا او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي. هغه زیاته کړه چې د رسنیو او امنیتي ادارو ترمنځ همغږي او دغه راز د معلوماتو سم او پر وخت شریکول د ټولني د خبرتیا او پوهاوي لپاره ډیراړین دي.
دواړو لورو په پای کې د دوامداره همکارۍ پر پراختیا او د ګډو ناستو پر دوام ټینګار وکړ، څو د خبریالانو ستونز ې پر وخت حل او د رسنیو فعالیتونه لا اغېزناک شي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0