زابل کې روغتیایي برخه کې خبریالانو ته د ۶۰ سلنه تخفیف هوکړه لاسلیک شوه.

زابل کې روغتیایي برخه کې خبریالانو ته د ۶۰ سلنه تخفیف هوکړه لاسلیک شوه.

جولای 26, 2026 - 13:18
 0  4
زابل کې روغتیایي برخه کې خبریالانو ته د ۶۰ سلنه تخفیف هوکړه لاسلیک شوه.

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ او د الخیر طبي لابراتوار ترمنځ خبریالانو ته د روغتیايي خدمتونو د اسانتیاو په موخه د همکارۍ یو تفاهم‌ لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې خبریالان د لابراتواري معایناتو په برخه کې له ۶۰ سلنه تخفیف څخه برخمن کېږي.
دغه تفاهم‌ لیک د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ د ولایتي استازي هدایت الله نیکزاد او د الخیر طبي لابراتوار مسؤل اکرام الله خانزاده ترمنځ د یو شمیر خبریالانو په حضور کې لاسلیک شو.
د تفاهم‌ لیک له مخې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ لخوا معرفي شوي خبریالان به د الخیر طبي لابراتوار له بیلابیلو تشخیصي او لابراتواري خدمتونو څخه د پام وړ تخفیف ترلاسه کوي.
د یادونې وړ ده چې الخیر طبي لابراتوار په زابل کې  د تشخیص برخه کې له معتبرو مرکزونو څخه دی او یو له هغو  لومړينو لابراتوارونو څخه دی چې ۲۴ ساعته روغتیایي خدمتونه په معیاري توګه وړاندې کوي. 
د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ هڅه کوي چې د هیواد په کچه خبریالانو او رسنیو ته لازمې اسانتیاوې او سهولتونه برابرکړي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0