په پروان ولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي له سیمه ایزو راډیوګانو لیدنه وکړه
په پروان ولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي له سیمه ایزو راډیوګانو لیدنه وکړه
پروان ولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړبنسټ ولایتي استازي محمد نذیر دانش رسنیو د ستونزو د معلومولو او همغږۍ په موخه د یاد ولایت د یو شمېر راډیوګانو له مسوولینو سره لیدنه وکړه.
په دغو لیدنو کې دانش وویل چې AJMSO د ټولو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو ګډ کور دی او زیاته یې کړه چې دغه اداره د خبریالانو د حقونو د دفاع، مسلکي ودې او د رسنیزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره هڅې کوي.
هغه رسنیو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د رسنیو د ملاتړ بنسټ به هڅه وکړي چې په پروان کې د رسنیو او مسولو ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کړي.
د یادو رسنیو مسؤلینو د AJMSO له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې له دې ادارې سره به ګډې همکارۍ وکړي او د رسنیو د چارو د ښه والي لپاره به هر اړخیزې هڅې کوي.
همدارنګه هغوی د خبریالانو د مسلکي روزنې، د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو د پلي کولو، د رسنیو لپاره د مالي سرچینو د جلبولو او نورو اړینو برخو کې د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رسنیو د پیاوړتیا، د خبریالانو د ملاتړ او د مسلکي معیارونو د لوړولو په موخه فعالیت کوي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0