پروان ولایت کې د خبریالانو او حکومتي مسوولینو ترمنځ ګډه ناسته وشوه.
پروان ولایت کې د خبریالانو او حکومتي مسوولینو ترمنځ ګډه ناسته وشوه.
د پروان ولایت د خبریالانو او حکومتي مسوولینو ترمنځ ناسته، د پروان والي، د اطلاعاتو او کلتور رییس، د رسنیو یو شمېر مسوولینو، خبریالانو او د دولتي ادارو د مطبوعاتي مسوولینو په ګډون د پروان ولایت د مقام په تالار کې جوړه شوه.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ استازی محمد نذیر دانش په دغې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیزه برخه کې موجوده ستونزې له مسوولینو سره شریکې کړې او د سیمه ییزو ادارو د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې وکړه.
د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور، د رسنیو له کار څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د رسنیو موجودیت او پر وخت او بې طرفه اطلاع رسونه د ټولنې له جدي اړتیاوو څخه دي او د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
په همدې حال کې، د پروان د اطلاعاتو او کلتوررییس شمسالحق صدیقي هم د خبریالانو او رسنیو د رسالت او مسوولیت یادونه وکړه، د یادې ناستې د جوړیدو هرکلی یې وکړ او د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل پر اړتیا یې ټینګار وکړ.هغه زیاته کړه چې شته ستونزو ته به جدي پاملرنه وشي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0