لغمان ولايت کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول له ځايي راډيوګانو څخه ليدنه وکړه

لغمان ولايت کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول له ځايي راډيوګانو څخه ليدنه وکړه

فبروري 25, 2026 - 09:35
اپرېل 18, 2026 - 16:27
 0  18
لغمان ولايت کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول له ځايي راډيوګانو څخه ليدنه وکړه
لغمان ولايت کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول له ځايي راډيوګانو څخه ليدنه وکړه
لغمان ولايت کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول له ځايي راډيوګانو څخه ليدنه وکړه
لغمان ولايت کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول له ځايي راډيوګانو څخه ليدنه وکړه

د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي عتيق الله قريشي په لغمان ولايت کې د رسنيو د پياوړتيا او له اړوندو ادارو سره د همغږۍ په موخه د زيـار، رغون، حسين او سولې ارمان راډيوګانو له مسوولينو او کارکوونکو سره ليدنې وکړې.
په دغو ليدنو کې عتيق الله قريشي ياد بنسټ د ټولو رسنوالو او خبريالانو ګډ کور وباله او ويې ويل چې دغه بنسټ د خبريالانو د حقونو د دفاع، مسلکي ودې او د رسنيزو فعاليتونو د ملاتړ لپاره هڅې کوي. نوموړي رسنیو ته د همکاريو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې بنسټ به هڅه وکړي څو په لغمان کې د رسنيو او مسوولو ادارو ترمنځ همغږي نوره هم پياوړې شي.
د راډيوګانو مسوولينو د ياد بنسټ له فعاليتونو خوښي څرګنده کړه او د دغه نوښت هرکلی یې وکړ. دوی ژمنه وکړه چې له بنسټ سره به اوږه په اوږه کار کوي او د رسنيزو چارو د ښه والي لپاره به ګډې هلې ځلې کوي.
همداراز د راډيوګانو مسوولینو د ژورناليستانو د مسلکي روزنې، د ظرفيت لوړونې پروګرامونو پلي کولو، د رسنيو لپاره د مالي سرچينو د جذب او نورو اړينو برخو کې د ملاتړ او همکاريو غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ په بېلابېلو ولايتونو کې د رسنيو د پياوړتيا، د خبريالانو د ملاتړ او د مسلکي معيارونو د لوړولو لپاره فعاليت کوي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0