د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د لغمان ولایتي چارواکو سره وکتل؛ د ستونزو پر حل او د رسنیو پر پیاوړتیا ټینګار وشو
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د لغمان ولایتي چارواکو سره وکتل؛ د ستونزو پر حل او د رسنیو پر پیاوړتیا ټینګار وشو
د رسنیو د وضعیت د ښه والي او په ولایتونو کې د خبریالانو د ملاتړ د هڅو په دوام، د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) مشر عبدالقدیم ویاړ د لغمان ولایت له حکومتي چارواکو او د رسنیو له استازو سره وکتل.
دغه لیندنه د لغمان د مرستیال والي الحاج حافظ انځرګل عبدالله د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنوررسولي او د سیمه ایزو رسنیو د یو شمېر مسؤلانو او غړو په حضور کې ترسره شوه. په یاده لیدنه کې د لغمان ولایت د رسنیو وضعیت په هر اړخیز ډول وڅېړل شو او ګډونوالو خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
د رسنیو مسؤلانو او خبریالانو خپلې مهمې ستونزې او کاري خنډونه د حکومتي چارواکو په حضور کې شریک کړل او د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل، معلوماتو ته د لا ښه لاسرسي، د رسنیزو فعالیتونو د ملاتړ او د رسنیزو کارونو او فعالیتونو لپاره د مناسب چاپېریال پر رامنځته کېدو یې ټینګار وکړ.
له دې سره ولایتي چارواکو له خبریالانو او رسنیو سره د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی وښود او د عامه پوهاوي او شفافیت په پیاوړتیا کې یې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ.
په دغه لیندنه کې د AJMSO مشر عبدالقدیم ویاړ د خبریالانو نظرونه او ستونزې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې دغه بنسټ به د رسنیو د وضعیت د ښه والي، د خبریالانو د ملاتړ او د هغوی د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې لازمې همکارۍ ترسره کړي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر همدارنګه د رسنیو او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا ډول ناستې یې د تفاهم د رامنځته کېدو، د ستونزو د حل او د خبریالانو او مسؤلو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پراختیا لپاره جدي اړتیا وبلله.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) هڅه کوي چې د خبریالانو او چارواکو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي او د محلي رسنیو د پیاوړتیا او د بیان ازادۍ د ملاتړ په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0