په جوزجان ولایت کې له ښځینه خبریالانو سره لیدنه شوه

په جوزجان ولایت کې له ښځینه خبریالانو سره لیدنه شوه

اپرېل 18, 2026 - 15:35
 0  4
په جوزجان ولایت کې له ښځینه خبریالانو سره لیدنه شوه

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي محمد زمان صمیمي، د جوزجان ولایت د ښځینه خبریالانو د وضعیت د ارزونې او بحث په موخه له یو شمېر ښځینه خبریالانو سره لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د بېلابېلو رسنیو ښځینه خبریالانو ګډون کړی و او د خپل کاري چاپېریال د موجوده ستونزو او فرصتونو په اړه یې خبرې وکړې.
د رادیو پیام بانو د نشراتو مسؤلې فلورانس فروتن، په خپلو خبرو کې وویل چې یاده رسنۍ یوه له هغو رسنیو څخه ده چې د ښځو له خوا اداره او پرمخ وړل کېږي او سره له دې چې محدود امکانات لري، بیا هم خپلې چارې پر مخ وړي. د هغې په وینا، اوس مهال په دې راډیو کې څلور ښځې په بېلابېلو برخو کې کار کوي.
هغې همدارنګه د رسنیو مالي ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د مالي ملاتړ نشتون د دوی د فعالیتونو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي دي. د اغلې فلورانس په خبره چې د کارکوونکو د زده‌ کړې او ظرفیت لوړونې په برخه کې هم هېڅ ډول همکاري نه ده شوې او کارکوونکې یې نه دي توانېدلي چې خپل ظرفیتونه هغسې چې ښایي لوړ کړي.
د اغلې فروتن په وینا، سره له دې ټولو ستونزو، د دوی هڅه دا ده چې د رسنیو له لارې د ښځو غږ ټولنې ته ورسوي.
ورپسې د مهران راډیو مسؤلې نبیلا مهران، د خپلې رسنۍ د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دوی له سختو شرایطو سره سره بیا هم د خلکو د پوهاوي لپاره بېلابېل پروګرامونه چمتو کوي او خپروي، خو د ملاتړ او کافي امکاناتو نشتون د دوی کار له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
ګډونوالو همدارنګه ټینګار وکړ چې جوزجان ولایت د هېواد د یو نسبتاً لېرې پروت ولایت په توګه د مرکزي ادارو او ملاتړکوونکو بنسټونو له پامه غورځول شوی، له همدې امله دغلته د رسنیو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.
په همدې حال کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ د ملي ادارې ولایتي استازي محمد زمان صمیمي وویل چې هڅه به وکړي دغه ستونزې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي ترڅو ورته د حل لار وموندل شي.
د غونډې په پای کې ښځینه خبریالانو ټینګار وکړ چې له ټولو ستونزو سره سره به خپلو کارونو ته دوام ورکوي او هیله لري چې په راتلونکي کې د دوی وضعیت ته  پاملرنه وشي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0